په بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد ادارې ادعا کړې چې په خاران ضلع کې یې څلور مشکوک وسلوال وژلي دي.
دې ادارې د اکتوبر پر ۱۸مه رسنيو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې د اکتوبر په ۱۷مه یې په زيرين ځنګل کې عمليات وکړل.
د خبرپاڼې له مخې، له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې څلور مشکوک وسلوال ووژل شول. دې ادارې نه دې ويلي چې وژل شوي کسان د کومې وسله والې ډلې غړي ول.
تر اوسه هيڅ وسلوالې ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی.
په خاران کې د اکتوبر پر ۱۴مه، د بلوچستان های کورټ پخوانی چيف جسټس محمد نور مسکينزی وژل شوی وو. د دې حملې ذمه واري له پاکستانه، د بلوچستان ازادولو لپاره جنګېدونکې ډلې، بلوچ ليبرېشن ارمي منلې وه.