چارواکي وايي چې د باجوړ په عنايت کلي يې د يوه ځايي کس مړی موندلی چې په ډزو وژل شوی دی.
د بېړنۍ ژغورنې ادارې ريسکیو ۱۱۲۲ رسنيو ته د اکتوبر پر ۱۷مه نېټه استولي بیان کې ويلي چې د وژل شوي کس مړی يې د باجوړ روغتون ته رسولی دی.
د باجوړ پوليس وايي چې وژل شوی کس شیرزاده نومېږي او د شينکوټ اوسېدونکی چې د اکتوبر پر ۱۷مه سهار شاوخوا ۱۰ بجې نامعلومه کسانو په ډزو وژلی دی.
د باجوړه يو ځايي خبريال بلال یاسر مشال رېډيو ته وویل چې د شيرزاده کورنۍ ورته ويلي چې د دوی له هېچا سره دښمني نشته او شيرزاده به د باجوړ په مرکز خار کې د لاس مزدوري کوله.
هېچا تر اوسه د هغه د وژنې ذمه واري نه ده منلې او نه يې هم کورنۍ او پوليسو څوک تورن کړي دي.