د لاسرسي ځای

تازه خبر

د يوناما نوې مشرې له طالب چارواکو سره د بشري حقونو په اړه خبرې کړې دي


روزا اوتنبايوا د ملا عبدالسلام حنفي سره په ملاقات کې
روزا اوتنبايوا د ملا عبدالسلام حنفي سره په ملاقات کې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په کابل کې له لوړ پوړو طالب چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي دي.

اوتنبایوا د اکتوبر پر ۱۶مه د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا له مرستیالانو عبدالسلام حنفي او مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي. نوموړې تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ملاقات کړی وو.

يوناما په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې د طالبانو سره په دې تعرفي ملاقات کې د ښځو د تعليم او بشري حقونو په اړه خبرې شوې دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه کابل ونيو. له هغه وروسته یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړي، ښځو ته بغیر له نارينه محرمه له کوره وتل منع دي او پر رسنيو ځيني محدوديتونه لګول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG