د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني اوکراين ته د هوايي دفاع نظام ورکوي


د جرمني د دفاع وزيرې له هغه وروسته راغلی چې روسانو د اوکراين پر ګڼو ښارونو راکټونه وويشتل او ګڼ ولسي وګړي یې ووژل ــ پخوانی انځور
د جرمني د دفاع وزيرې له هغه وروسته راغلی چې روسانو د اوکراين پر ګڼو ښارونو راکټونه وويشتل او ګڼ ولسي وګړي یې ووژل ــ پخوانی انځور

جرمني وايي په راتلونکو څو ورځو کې به اوکراين ته د هوايي دفاع سيسټم ورکړي.

دا بیان له هغه وروسته راغلی چې روسانو د اوکراين پر ګڼو ښارونو راکټونه وويشتل او ګڼ ولسي وګړي یې ووژل.

د جرمني د دفاع وزيرې کريسټين لمبرېښت تر دغو بریدونو څو ساعته وروسته د اکتوبر پر ۱۰مه وويل چې پر کييف او ګڼو نورو ښارونو دغه راکټي حملې واضحه کوي چې اوکراين ته هوايي دفاع نظام ژر وسپارل شي.

نوموړې زياته کړه چې د روسیې د ميزايلو او ډرون بریدونه ولسي وګړي ترهوي نو ځکه له اوکراين سره په ځانګړې ډول د الوتکو ضد وسلو مرسته کوي.

د اوکراين کورنيو چارو وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه وويل چې د روسانو په دغو حملو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۹۷ زخميان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG