د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د سرکاري پرايمري سکولونو د استادانو پرلت روان دی


دا احتجاج د اکتوبر پر ۶مه د خيپر پښتونخوا د اسمبلۍ د ودانۍ مخې ته پیل شوی وو
دا احتجاج د اکتوبر پر ۶مه د خيپر پښتونخوا د اسمبلۍ د ودانۍ مخې ته پیل شوی وو

د خیبر پښتونخوا د سرکاري پرايمري سکولونو د استادانو د اتحاديي احتجاجي پرلت دوام لري.

دا احتجاج د اکتوبر پر ۶مه د خيپر پښتونخوا د اسمبلۍ د ودانۍ مخې ته پیل شوی وو چې بیا پرې پوليسو اوښکې بهونکی ګیس کارولی وو او ګڼ شمیر استادان پوليسو په کوتکو وهلي وو.

خو اوس پرلت وال نيږدې جناح پارک ته منتقل شوي دي.

استادان غوښتنه کوي چې حکومت دې په دندو کې د ترقۍ درولو ، په پنشن کې د پیسو کمولو او په ايډهاک بنیاد دې د تعلیم په محمکه کې د خلکو د بهرتۍ پریکړې بیرته واخلي.

د تعلیم صوبايي وزیر شهرام خان ترکي ويلي چې د احتجاجي استادانو سره يې مخکې هم خبرې کړي او اوس هم ورسره مزاکراتو ته چمتو دی.

خو استادان وايي چې صوبايي حکومت د مزاکراتو په نتيجه کې په خپلو ژمنو عمل نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG