د لاسرسي ځای

تازه خبر

انټرنېټي فعالانو د ایران دولتي ټېلېوېژن خپرونو کې د مداخلې ذمه واري منلې


د اکتوبر پر اتمه د دولتي ټېلېوېژن پر پرده دا انځور خپور شو.
د اکتوبر پر اتمه د دولتي ټېلېوېژن پر پرده دا انځور خپور شو.

په ایران کې فعالانو د دولتي ټېلېوېژن ژوندۍ خپرونې له خنډ سره مخامخ کړي او ورباندې یې د حکومت او د حجاب قانون ضد د روانو مظاهرو په ملاتړ انځورونه او پیغامونه خپاره کړي دي.

د اکتوبر پر اتمه پر دولتي ټېلېوېژن د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه او د حکومتي چارواکو د ملاقات ویډیو خپرېدو پر مهال په خپرونه کې مختصره مداخله وشوه او پر ځای یې د ۲۲ کلنې مهسا امیني او وژل شویو مظاهره کوونکو انځورونه خپاره شول.

امیني د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب قانون د سرغړونې په تور نیولې وه. نوموړې د پولیسو په حراست کې بې هوښه شوې وه او په روغتون کې یې مړینې په ټول هېواد کې مظاهرې پارولې دي.

د ټېلېوېژن پر پرده د خامنه يي یو انځور خپور شو چې پر سر یې کرښې کښل شوې دي او پر جامو یې اور بل دی. پر انځور لیکل شوي ول "له موږ سره ملګري شئ او پاڅون وکړئ."

د "عدالت علي" په نوم د انټرنېټي حملو فعالانو د دې کار ذمه واري منلې.

نیمه سرکاري خبري اژانس تایید کړې چې "انقلاب ضد جاسوسانو د څو شېبو" لپاره د دولتي ټېلېوېژن "خپرونې هیک کړې (وتړلې)."

د خپرونو درېدو پر شپه هم په تهران او نورو ښارونو کې مظاهرې روانې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG