د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرڅانګې د ۲۰۲۲ کال د اغا خان میوزیک ایوارډ ګټلی


 د اغا خان میوزیک ایوارډ وېبپاڼې لیکلي چې سږ کال دا جایزه ۱۰ کسانو ته ورکول کېږي چې یوه پکې زر څانګه هم ده.
د اغا خان میوزیک ایوارډ وېبپاڼې لیکلي چې سږ کال دا جایزه ۱۰ کسانو ته ورکول کېږي چې یوه پکې زر څانګه هم ده.

نوموتې پښتنې سندرغاړې زرڅانګې د ۲۰۲۲ کال د اغا خان میوزیک ایوارډ ګټلی دی. دا ایوارډ په هرو درو کالو کې یو وار د موسیقۍ سره تړلو کسانو ته ورکول کېږي.

د اکتوبر پر شپږمه د اغا خان میوزیک ایوارډ وېبپاڼې لیکلي چې سږ کال دا جایزه ۱۰ کسانو ته ورکول کېږي چې یوه پکې زر څانګه هم ده. د ایوارډ مالیت پنځه لکه امریکايي ډالره دی چې په ۱۰ کسانو به مساوي وېشل کېږي.

د زرڅانګې تر څنګ چې نورو کومو هنرمندانو او موسیقارانو ته دا ایوارډ اعلان شوی په هغو کې د افغانستان داود خان سدوزی، د هندوستان ذاکرحسین، د مالي عابیل بوکوم، د هندوستان اسین خان لانګا، د موریتانیا کومبانی مینټ، د اندونیزیا پیني چاندرا ریني، د برتانیې سومیک دتا، د تنزانیا یحیا حسین او د ایران یاسمین شاه حسیني شامل دي

دا کسان د ۴۰۰ نوماندانو له منځه غوره شوي او ایواردډونه به ورته د روان کال د اکتوبر له ۲۹ مې تر ۳۱مې نېټې پورې د عمان په مسقط ښار کې د یوې غونډې پر مهال ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG