د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام وایي، روان کال یې په افغانستان کې داسې ۲۱ ميلیونه وګړو ته مرستې رسولي دي چې اقتصادي بحران، چاپیریالي ناورینونو او د جګړو له امله اغېزمن شوي.
یادې ادارېد اکتوبر پر اوومه په یوه ټویټ کې ویلی چې د دغو مرستو وړتیا یې د امریکا په ګډون د خپلو شریکانو د مرستو پرمټ ترلاسه کړې او له سخاوتمندانه مرستو یې مننه کوي.
که څه هم نه دي ویل شوي چې امریکا له دغه پروګرام سره څومره مرسته کړې؟
خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ تېره اوونۍ وویل چې، هیواد یې د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې تر اوسه پورې له افغانستان سره یو میلیارد او سل میلیون ډالره بشري مرسته کړې ده.