جرمني وايي، پاکستان ته د سېلاب ځپلو د بحالۍ لپاره ۱۰ میلیونه ډالره نوره مرسته ورکوي.
د مرستې دا اعلان د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک د اکتوبر پر اوومه په برلین کې، له خپل پاکستاني سيال بلاول بوټو زرداري سره یو ځای په یوه شریکه خبري غونډه کې وکړ.
د پاکستان دولتي راډیو د اکتوبر پر اتمه پر خپلې وېبپاڼې لیکلي چې د جرمني خارجه وزیرې د هغو سېلابځپلو کورنیو سره خواخوږي ښکاره کړې چې ویجاړونکیو سېلابونو اغېزمنې کړې دي.
نوموړې دا هم ویلي چې د اب وهوا بدلون پاکستان تر هرچا زیات ځپلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، په پاکستان کې د اقلیم ناورین په خبرو نه شي واضحه کېدای ځکه چې د ملک په درو کې یوه برخه د اوبو لاندې شوې او هر اووم کس سېلابونو ځپلی دی.
د پاکستان چارواکي وايي چې له جون مياشتې راهيسې د زښتو بارانونو او سېلابونو له کبله
پاکستان وايي چې سېلابونو يې اقتصاد ته شاوخوا ۲۸ اربه ډالر زیان رسولی دی.
د سېلابځپلو د بحالۍ لپاره د جرمني په ګډون ګڼو نورو هیوادونو هم وار له مخې پاکستان سره خپلې مرستې اعلان کړې دي.