د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې باران او ږلۍ فصلونو ته لوی زیان اړولی دی


د کورمې اوسېدونکي وايي، ږلۍ باغونو ته هم زیان اړولی دی - د جارجیا د ږلۍ پخوانی انځور.
د کورمې اوسېدونکي وايي، ږلۍ باغونو ته هم زیان اړولی دی - د جارجیا د ږلۍ پخوانی انځور.

د کورمې اوسېدونکي وايي، په هغه ضلع باران او ږلۍ پر سلګونه اېکړه ځمکه فصلونو ته لوی زیان رسولی دی.

د پاړه چینار او سدې اوسېدونکو د اکتوبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د زیارت (پنجشنبې) پر ماښام د کورمې په یوشمېر برخو کې سخت باران او ږلۍ وشوه.

د پاړه چینار اوسېدونکي ناصر حسین وویل، لومړی باران او بیا ږلۍ وشوه چې زیات تاوان یې د کوزې کورمې په برخو کې اړولی دی.

د سدې محمد سلیم وايي، دا په یوه اوونۍ کې دویم ځل دی چې ږلۍ د مېوو باغونو، سبزیو او په ځانګړي ډول د شولو او سویابین فصلونو ته لوی زیان اړولی دی.

دی زیاتوي چې کروندګر وار له مخه له اقتصادي ستونزو سره مخامخ ول چې ږلۍ یې حالت نور پسې خراب کړی او حکومت دې ورته مراعات ورکړي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ضلعي مشر شېراز بادشاه مشال راډیو ته وویل، انتظامیې په اغېزمنو سیمو کې د معلوماتو غونډولو لپاره نظرپوښتنه (سروې) پیل کړې ده چې د دې بهیر تر بشپړېدو وروسته به له ځپل شویو سره مرستې وکړي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG