د قازقستان د کورنیو چارو وزیر وايي، له هغه وخت راهیسې چې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د جګړې لپاره د احتیاط پوځیانو یوې برخې ورغوښتو اعلان کړی، ۲۰۰،۰۰۰ روسي وګړي هغه هېواد ته داخل شوي دي.
پوتین د سېپټېمبر پر ۲۱مه د احتیاط پوځیانو یوې برخې اوکراین ته د لېږدولو اعلان وکړ.
مرات احمدژانوف د اکتوبر پر څلورمه وویل، په تېرو شاوخوا دوو اوونیو کې شاوخوا ۱۴۷،۰۰۰ روسان له قازقستانه وتلي هم دي.
ده دا و نه ویل چې هغوی چېرې روان دي خو تېره اوونۍ قازق چارواکو ویلي ول چې په وروستیو ورځو کې زرګونه روسان د هغه هېواد له لارې ګاونډیو ازبکستان او قرغیزستان ته تللي دي.
تر دې مخکې رسنیو ویلي ول چې روسیو چارواکو له قازقستان سره پر پوله په پوستو کې "په زور" په پوځ کې د خلکو نوملیکنې مرکزونه پرانیستي دي.
احمدژانوف تېره اوونۍ ویلي ول چې هغه روسي وګړي مسکو ته سپاري چې نومونه یې د مطلوبو کسانو په نړیوال نوملړ کې شامل وي.
تر دې مخکې، د قازقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایېف ویلي ول چې هېواد ته یې د لوی شمېر روسانو ورتګ په اړه له مسکو سره خبرې کوي.