د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې په چاودنه کې ۱ کس وژل شوی، ۲۰ ژوبل


چارواکي وايي، چاودنه د سېپټېمبر پر ۳۰مه په کوهلو کې د حلوايي په دوکان کې شوې ده.
چارواکي وايي، چاودنه د سېپټېمبر پر ۳۰مه په کوهلو کې د حلوايي په دوکان کې شوې ده.

روغتیايي او امنیتي چارواکي وايي، د بلوچستان په کوهلو سیمه کې په یوه چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۲۰ ژوبل دي.

د کوهلو د ملکي یا سېول روغتون مشر ډاکتر اصغر مري د سېپټېمبر پر ۳۰مه تر پېښې وروسته رسنیو ته وویل چې ۲۱ ژوبل کسان وروړل شوي ول چې ورڅخه یې یو مړ شو.

دی زیاتوي چې د ۱۰ کسانو روغتیايي حالت خراب وو نو هغه یې د پنجاب ډېره غازي خان روغتون ته لېږدولي دي.

کوهلو ښار له صوبايي مرکز بلوچستانه ۵۲۸ کېلومیټره لیرې ختیځ لوري ته پروت دی.

په کوهلو کې لېویز ځواک په بیان کې ویلي دي چې چاودنه د خوږو جوړولو یا حلوايي په دوکان کې شوې.

د بلوچستان د تعلیم صوبايي وزیر نصیب الله مری د پېښې په ځای کې رسنیو ته ویلي دي چې دا د ځمکلاندې ښخ بم چاودنه وه.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو په کوهلو کې بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې هم فعاله دي چې وخت په وخت پر امنیتي سرتېرو بریدونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG