د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او انګلستان په شپږمه ۲۰ اووریزه سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي


د سېپټېمبر پر ۲۰مه پيل شويو د اووو ۲۰ اووريزو سیالیو د لړۍ په ترڅ کې تر اوسه پينځه لوبې شوې چې درې پاکستان او دوې انګلستان ګټلي دي.
د سېپټېمبر پر ۲۰مه پيل شويو د اووو ۲۰ اووريزو سیالیو د لړۍ په ترڅ کې تر اوسه پينځه لوبې شوې چې درې پاکستان او دوې انګلستان ګټلي دي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله په شپږمه ۲۰ اووریزه سیالۍ کې له انګلینډ سره مخامخېږي.

سیالي د سېپټېمبر پر ۳۰مه د لاهور په قذافي سټېډيم کې د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.

د دواړو هېوادونو ترمينځ د سېپټېمبر پر ۲۰مه پيل شويو د اووو ۲۰ اووريزو سیالیو د لړۍ په ترڅ کې تر اوسه پينځه لوبې شوې چې درې پاکستان او دوه انګلستان ګټلي دي.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډله ۱۷ کاله وروسته پاکستان ته تللې ده او د اکتوبر پر دويمه به د پاکستان پرضد خپله اوومه او وروستۍ سیالي په لاهور کې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG