د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورستان: ځايي خلکو له طالبانو يوه ولسوالي نيولې ده


د افغانستان نورستان ولايت په قدرتي ونو او د پاکو اوبو په ويالو زيات شهرت لري ــ پخوانی انځور
د افغانستان نورستان ولايت په قدرتي ونو او د پاکو اوبو په ويالو زيات شهرت لري ــ پخوانی انځور

د افغانستان په نورستان ولایت کې خلکو د خپل یو قومي مشر تر وژل کېدو وروسته د منډول په نامه ولسوالي له طالبانو نیولې ده.

ځايي خلک وايي که طالبان هغې ولسوالۍ ته ورشي نو له ولس سره به یې نښته وشي.

د منډول ولسوالي اوسېدونکي ادعا کوي چې دا ګام یې تر هغې وروسته پورته کړ چې د دوی په وینا، طالبانو د سيمې يو قومي مشر او د یادې ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان بهرام الدین په منډول کې سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو په بهانه لغمان ته ورغوښتی وو او هلته يې تر نیولو وروسته په وهلو ټکولو وژلی دی.

دوی غوښتنه کوي چې د بهرام الدین وژونکي دې ګرفتار او سزا شي.

بلخوا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سېپټېمبر پر ۳۰مه بي بي سي ته ويلي چې د پېښې پلټنه به کوي او هغه کسان به مجازات او د عدالت منګلو ته وسپاري چې د دې وژنې باعث شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG