د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق وايي د کردانو پر سيمه په ايراني بمبارۍ کې ۱۳ کسان وژل شوي


يو کرد جنګيالی د عراق په بمبار شوې سيمه کې ولاړ دی - عکس د ۲۰۲۲ز د سېپټمبر ۲۸مې دی.
يو کرد جنګيالی د عراق په بمبار شوې سيمه کې ولاړ دی - عکس د ۲۰۲۲ز د سېپټمبر ۲۸مې دی.

د عراق دولتي خبري اژانس وايي، د هغه هېواد په شمال کې د کردانو پر سيمه د ایران په هوايي بمباريو کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۵۸ ټپیان دي.

بلخوا د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا رپورټ ورکوي چې د ايران د انقلاب ساتونکي ځواک د عراق په شمال کې د کردستان پلازمينه اېربېل او ختيځ ښار سليمانيه په نښه کړي دي.

هوايي بريدونه په داسې حال کې شوي چې په ایران کې له شاوخوا دوه اوونيو راهيسې د ۲۲ کلنې ايرانۍ نجلې مهسا اميني د مړينې د پېښې پرضد مظاهرې روانې دي. مظاهره کوونکي وايي، هغه د سېپټېمبر پر ۱۶مه د پوليسو په قيد کې مړه شوې وه.

امیني د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د سېپټېمبر پر ۱۳مه د حجاب د ضوابطو سرغړونې په تور نيولې وه.

انقلاب ساتونکی ځواک پر عراق مېشتو کردي وسله والو ډلو تور پورې کوي چې ايران ته ننوځي او د حملو له لارې هغه هېواد ناارامه کوي او خلک يې بغاوت ته هڅوي.

اخوا د امريکا مرکزي قوماندانۍ په يو بیان کې ويلي چې د اېربېل پر لوري روانه ایرانۍ ډرون الوتکه يې غورځولې ده.

بيان وايي، دا اقدام يې ځکه کړی چې ډرون الوتکې په سيمه کې مېشت امريکايي سرتېرو ته په ظاهره ګواښ پېښاوه. په بیان کې راغلي چې په بريدونو کې هېڅ يوه امريکايي ته مرګژوبله نه ده اوښتې او نه يې هم سامان او الاتو ته زیان رسېدلی دی.

په عراق کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) پر ټوېټر ليکلي چې بريد په کويي سيمه کې د ایراني کډوالو کېمپ ته زیان رسولی او په وينا يې، په مړو او زخميانو کې ايراني کډوال هم شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG