د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستانکزی: پاکستان دې پر افغانانو تجارت نه کوي


ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل چې پاکستان دې خپلې اقتصادي ستونزې له نورو لارو حل کړي - پخوانی انځور.
ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل چې پاکستان دې خپلې اقتصادي ستونزې له نورو لارو حل کړي - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو مرستيال وزير شېر محمد عباس ستانکزی وايي چې پاکستان دې "پر افغانانو" سياست او "تجارت نه کوي."

ستانکزي د سېپټېمبر پر ۲۷مه په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې وويل چې پاکستان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په داسې يو حالت کې دی چې نړۍ ورته "قرض هم نه ورکوي."

د هغه په وينا، وزيراعظم شهباز شريف دې د پيسو ترلاسه کولو او نړيوالو ته د خپل ځان سپينولو لپاره، نه د افغانستان نوم کاروي او نه دې پرې تجارت کوي. "پاکستان که اقتصادي مشکلات لري او حلول یې غواړي. هغه دې له نورو لارو حل کړي. پر افغان ولس او افغانستان دې تجارت نه کوي."

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د سېپټېمبر پر ۲۳مه د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې کلنۍ غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې القاعده، اسلامي دولت (داعش)، تحريک طالبان پاکستان او نورې نړیوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې"خوندي ځايونه" لري. په عین وخت کې ورته خبرې د پاکستان بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم وکړې.

خو د طالبانو حکومت د دوی دعوې رد کړې او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره هېڅ ډلې ته د هېڅ هېواد پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د افغانستان تېر جمهوري حکومت په بیا بیا پر پاکستان تور پورې کاوه چې افغان طالبان او نورې ترهګرې ډلې ساتي او د کابل او هلته د پرتو نړیوالو ځواکونو پرضد یې کارېدو ته پرېږدي، چې اسلام اباد رداوه.

عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې دا ادعا هم وکړه چې د شهباز شريف خبرې د ټولو پاکستانيانو نظر نه دی او زیاته یې کړه چې پاکستان د طالبانو حکومت ته "په درنه سترګه" ګوري.

نوموړي وویل، ټولو هېوادونو ته سپینول غواړي چې داسې وخت به راشي چې افغانستان به د "ډز ځواب په ډز او د توپ ځواب په توپ" وويلی شي خو زیاته یې کړه چې غواړي له ټولې نړۍ سره سوله ييزې اړيکې وساتي.

اسلام اباد د ستانکزي د تازه څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي.

د شهباز شريف څرګندونو ته تحريک طالبان پاکستان هم غبرګون ښوولی وو او ويلي یې ول چې د هغه هېواد امنيتي ادارو وسله والې ډلې جوړې کړې او خوندي ځايونه یې ورته ورکړي دي.

هغې وسله والې ډلې زیاته کړې چې دوی د خپلو حملو لپاره د نورو ځايونو کارولو ته اړتيا نه لري ځکه چې د دې کار لپاره خپلې قبايلي سيمې لري.

د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان سره د جون له پیله تر نامعلومې مودې پورې اوربند کړی دی.

هغه اوربند په کابل کې د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمینځ د مذاکراتو تر یوشمېر پړاوونو وروسته وشو.

اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان دواړه وايي چې اوربند برقرار دی خو په وروستیو کې د پاکستان پوځ د هغې ډلې د وسله والو پرضد د عملیاتو او داراز، هغې ډلې د یوشمېر حملو ذمه واري ومنله.

XS
SM
MD
LG