د روس اودومورتیا جمهوریت د سر ښار ايژویسک پر يوه ښوونځي يوه وسله وال بريد کړی چې پکې د اوو ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي.
د روس د پلټنو کمېټۍ نن (د سېپټېمبر پر ۲۶ مه) وویل چې بريدګر ارتم کازانڅېف نومېږي چې عمر یې شا وخوا ۳۰ کاله دی. ویل کېږي چې په دې پېښه کې د ۱۴ ماشومانو په شمول ۲۱ کسان ژوبل هم دي او وسله وال تر بريد وروسته خپل ځان وژلی دی.
دا په دې سيمه کې په تېرو ۱۵ مياشتو کې په ښوونځيو کې د ډزو څلورمه پېښه ده. د پلټنو کمیټۍ ویلي چې په ماسکو کې د پلټنو ځانګړې څانګه د دې پېښې تحقیقات کوي.