د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له افغانستان سره ۳۲۷ میلیون ډالره نوې مرسته اعلان کړه


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتي بلېنکن له افغانستان سره د خپل هېواد د نورو ۳۲۷ میلیون ډالر مرستې خبر ورکړ

په داسې حال کې چې ژمی راروان دی او د افغانستان خلک له سختې بېوزلۍ سره لاس ګرېوان دي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتي بلېنکن له افغانستان سره د خپل هېواد د نورو ۳۲۷ میلیون ډالر مرستې خبر ورکړ.

بلېنکن بیګا (د سېپټېمبر ۲۳مه) په یوه بیان کې چې پر ټویټر خپور شو ویلي چې امریکا دا اقدام له افغانستان سره د بشري مرستو د ملاتړ په هدف کوي. هغه لیکي چې هیواد یې دا مرسته په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د بشري مرستو د غوښتنې په ځواب کې کوي او د نړیوالو مرستندویو ټولنو له لارې به ترسره شي.

په افغانستان کې د اوږدو جګړو، دوامداره وچکالیو او په تېره بیا له کله نه چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، په ټول هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د درېدو له کبله خلک د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

ملګروملتونو او اړوندو ادارو یې لکه د خوړو نړیوال پروګرام په تېر یو کال کې څو ځلې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له نیمايي زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او له مرستندویو هېوادونو یې د مرستې غوښتنه کړې.

په همدې حال کې د خوړو د نړیوال پروګرام عمومي رییس ډیویډ بیسلي یوځل بیا له نړیوالو په تېره د خلیج له شتمنو هېوادونو او میلیونرانو څخه د افغانستان او نورو بېوزلو هېوادونو له وګړو سره د مرستې غوښتنه کړې.

بېسلي له اسوشیتيد پریس خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې ده د خلیج له هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغانستان، سوریې، یمن او سومالیا په څېر له جګړه ځپلو بېوزلو هېوادونو سره مرستې زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG