د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې د پولیسو په بند کې د یوې ښځې وژنې نړیوال غبرګونونه پارولي


د ايران په يوې ورځپاڼې کې د مهسا اميني خبر پر لومړۍ پاڼه
د ايران په يوې ورځپاڼې کې د مهسا اميني خبر پر لومړۍ پاڼه

په ایران کې د یوې ځوانې ایرانۍ ښځې د وژنې له امله پر دغه هېواد فشارونه زیات شوي دي.

د سيپتمبر پر ۲۰مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړپوړې چارواکي او د ایران یوه پارلېماني غړي د دې غمیزې او وروسته د مرګونې ناکراریو په اړه جلا جلا غوښتنې خپرې کړې.

ایراني چارواکو په تهران کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني مړینه د دغه هېواد د پولیسو لخوا له نیول کېدو وروسته یوه "بدمرغه پېښه" بللې، خو د ناوړه چلند تورونه یې رد کړي دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ سرپرستې ندا الناشف د امیني پر وژل کېدو او "د امنیتي ځواکونو لخوا د لاریونونو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک غبرګون" خواشیني څرګنده کړه.

ډاکټرانو د سيپتمبر پر ۱۶مه د مهسا امیني مړینه تر هغه درې ورځې وروسته اعلان کړه، چې نوموړې د اسلامي لباس د سخت قانون ماتولو په تور د تش په نامه ارشاد (لارښود) ګزمې لخوا نيول شوې وه. د بشري حقونو فعالانو ويلي چې نوموړې يوازې په دې تور چې زوړکی یې نه وو پر سر کړی، لومړی بندي او بيا په زندان کې په شکنجه کې وژل شوې ده.

بلخوا د سيپتمبر په شلمه، د ایران د پارليمان غړي جلال رشیدي کوچي په حواله ويل شوي چې نوموړي په یوه کمسارې عامه غندنه کې د ارشاد ګزمې پر موثريت پوښتنې راپورته کړې دي. کوچي وویل چې د ګزمې کړنې د "هیواد لپاره د زیان" لامل شوي دي. يوه سیمه ییز والي او د بشري حقونو لپاره د هینګاو سازمان، چې د ایران په لویدیځ کې د کرد میشتو سیمو څارنه کوي، ويلي چې د امیني له مړینې وروسته په مظاهرو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG