د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي ويلي چې روسي ځواکونو د اوکراين په جنوب کې پر يو بل اټومي مرکز بريد کړی دی.
زېلېنسکي پرون (د سېپټېمبر پر ۱۹مه) زیاته کړه چې نړۍ بايد مخکې تر دې چې ډېر ناوخته شي، د روسيې مخه ونیسي.
هغه پر ټېليګرام وويل چې په جګړه ځپلې ميکولايووف سیمه کې يو راکټ له پيودينوکراينسک اټومي مرکز سره ۳۰۰ ميټره نېږدې وغورځېد او د لنډ وخت لپاره بجلي پرې شوه.
د اوکراين د اټومي مرکزونو چلوونکې دولتي ادارې، اينرهوتم ويلي، په همدغه ورځ وويل چې د دغه مرکز په دريو ري اېکټرونو کې يوه ته هم زیان نه دی رسېدلی.
تر دې مخکې په زپوريژيا کې د اوکراين يو بل اټومي مرکز په اړه ډېرې اندېښنې راپورته شوې وې. نړيوالو غوښتنه کړې وه چې ژر دې دغه سيمه غيرنظامي او د اوکراين په واک کې راوستل شي.