د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قرغیزستان او تاجکستان په جګړه کې ۹۸ کسان وژل شوي


د قرفيز په ارکا کلي کې په جګړه کې سوځيدلی مارکيټ
د قرفيز په ارکا کلي کې په جګړه کې سوځيدلی مارکيټ

د قرغیزستان او تاجکستان ترمینځ پر پوله د رامینځ شوي تشدد په نتيجه کې د وژل شوو کسانو دوه کم سلو ته رسېدلی دی.

د دواړو هېوادونو ترمینځ په داسې حال کې اوربند پر ځای دی او ګډ ځواکونه يې پر پوله ګزمې کوي چې ځای پر ځای د ډزو تبادله او بمباري شوې ده. قرغيزي چارواکو د سيپتمبر په ۱۸مه ويلي چې د تاجکستان پر پوله له څو ورځو راهيسې په شوو ډزو کې يې ۵۹ ولسي وګړي وژل شوي دي.

بلخوا په تاجکستان بکې یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال رېډیو ته ويلي چې په تشدد کې يې لږ تر لږه ۳۹ کسان وژل شوي دي. په مړو کې د امنيتي ځواکونو په ګډون ښځې او ماشومان هم دي. خو په خپلواکه توګه د دې راپور تصديق ونه شو.

د دواړ غاړو ترمینځ څو ځله اوربند شوی خو دواړه يې پر يو بل د ماتېدو تور پورې کوي. دوی د يوې سیمې د ملکيت پر سره په جګړه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG