د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قرغزستان او تاجکستان ځواکونو پر یو بل ډزې کړي


قرغیز سرتېري د تاجکستان پولې ته نږدې څارنه کوي.
قرغیز سرتېري د تاجکستان پولې ته نږدې څارنه کوي.

د قرغزستان او تاجکستان پوله ساتي ځواکونه بېګا (د سېپټېمبر پر ۱۶مه) یو وار بیا سره نښتې کړي. دا یوه ورځ وروسته له هغې ده چې دواړه خواوې په اوربند باندې سلا شوې وې.

د قرغزستان سرحدي ځواکونو ویلي، چې تېره شپه پر یوه کلي برید شوی، خو دغو بریدونو ډېر دوام ونه کړ.

د تاجکستان سرحدي ځواکونو نن (د سېپټېمبر ۱۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله وضعیت نسبتاً ارام دی. خو د اعلامیې له مخې قرغزي ځواکونو په ځینو مواردو کې له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.

د دوی شخړه تېره اوونۍ د یوې سرحدي لانجې پر سر پیل شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG