د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې چاودنه، یو تن وژل شوی ۱۳ ژوبل دي


چاودنه د کوټې د ګڼې ګوڼې نه په ډکې څلور لارې کې شوې ده: انځور له ارشیفه
چاودنه د کوټې د ګڼې ګوڼې نه په ډکې څلور لارې کې شوې ده: انځور له ارشیفه

د کوټې ښار په مرکز کې په پود کلي څلور لاره کې پرون (د سېپټېمبر ۱۶مه) چاودنې يو تن وژلی او ۱۳ نور ژوبل کړي دي.

په کوټه کې د پولیسو یو مشر ایس ایس پي اپرېشنز عبدالحق عمراني د سېپټېمبر په ۱۶ خبريالانو ته وېلي دي چې د پېښې نوعيت نه دی معلوم، البته نوموړی وايي چې امنيتي ځواکونو له پېښې وروسته سيمه کلابنده کړې وه.

عیني شاهدان وايي، د چاودنې پر مهال په څلور لارې کې ډېره زیاته ګڼه ګوڼه وه او په لومړي سر کې ۱۴ کسان ژوبل شوي ول چې یوه یې بیا وروسته د کوټې په سېویل روغتون کې ساه ورکړه. د روغتون ویاند وسیم بیګ وايي، په ژوبلو تنانو کې یوه مېرمن هم ده.

بلخوا د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي چې د بلوچستان د کورنيو چارو مشير ضياالله لانګو ویلي دي چې په پېښه کې ککړ کسان او د دوی سهولت کار به زر تر زره ونيول شي. تر دې دمه د چاودنې زمه واري چا نه ده منلې. ياده دې وي چې د روان کال په مارچ مياشت کې هم په کوټه کې له پوليسو ګاډي سره نږدې په چاودنه کې د ډي اېس پي په ګډون درې کسان وژل شوي وو او ۲۴ ژوبل شوي وو.

د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو د کوټې په چاودنې سخته خواشینې ښکاره کړې او پولیسو ته یې امر کړی چې د پېښې تر شا لاس لرونکي کسان دې زر تر زره ونیسي.

په کوټه کې د سېپټېمبر پر ۱۶مه دا چاودنه په داسې مهال شوې ده چې د ملک د نورو برخو په شان نن د سېپټېمبر پر ۱۷مه، په کوټه کې هم د حضرت امام حسین د مرګ د څلوېښتي مراسم پر ځای کېږي. د کوټې پولیس وايي د دغو مراسمو لپاره یې امنیتي تدابیر نیولي دي. همدا رنګه نن په کوټه کې انټرنیټ او مبایل سرویس هم ځنډول شوی دی.

XS
SM
MD
LG