د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شکتوی کې دوو قبیلو ترمنځ جګړه کې دوه کسان وژل شوي


د جنوبي او شمالي وزیرستان په پوله د دوه قبیلو تر منځ د مځکې په سر لانجه کې دوه کسان وژل شوي او یو تن ژوبل شوی دی.

د سیمې اوسېدونکو د سېپټېمبر پر ۱۶مه مشال راډيو ته وویل چې د جنوبي وزیرستان د شکتویي د مسېدو میرخانۍ او د شمالي وزیرستان د بهادر وزیرو قامونو تر منځ پرون د شپې ۱۰ بجو راهیسې نخښتنه روانه ده. د شکتويي یو اوسېدونکي کونسلر حاجي حسن ولي مشال راډیو ته وویل چې دواړو خواوې د یو بل خلاف په مورچل ناست دي او په نخښته کې یې د سپکو او درنو وسلو استمعال کړی دی. د سیمې اوسېدونکي له حکومت، ځايي انتظامیې او پوځي چارواکو نه غوښتنه کوي چې د دواړو خواو تر منځ د ډزبندۍ لپاره دې ګامونه پورته کړي.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر خانزیب مومند نن مشال راډیو ته وویل چې د دواړو مخالفینو تر منځ د ډزبندۍ لپاره کوششونه روان دي او چا چې د یو بل خلاف وسله کارولی، د قانوني کارروايي سره به مخامخېږي.

تر دې مخکې هم په شمالي او جنوبي وزیرستان کې وخت په وخت د مځکې په سر لانجو کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG