د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي


د طالبانو چارواکي وايي، پېښه د سېپټېمبر پر ۱۳مه د غزني ولایت په زنخان ولسوالۍ کې شوې ده - پخوانی انځور.
د طالبانو چارواکي وايي، پېښه د سېپټېمبر پر ۱۳مه د غزني ولایت په زنخان ولسوالۍ کې شوې ده - پخوانی انځور.

د افغانستان د غزني ولایت د زنخان ولسوالۍ په کوډلو کلي کې په یوه کوهي کې د یوې کورنۍ د پینځو غړو مړي موندل شوي دي.

په غزني کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د سېپټېمبر پر ۱۳مه یوه مور او د هغې څلور اولادونه وژل شوي او مړي یې څا ته اچول شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي د سېپټېمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، نامعلومه کسانو کوهي ته د جسدونو ترڅنګ د ګیس یو ډبه یا سیلېنډر هم ورغورځولې.

د ده په خبره، ښايي له دې کاره یې موخه دا وه چې د ګیس خپرېدو له وېرې څوک له کوهي مړي و نه باسي.

سرحدي وايي، امنیتي سرتېرو سیمه کلابنده کړې ده خو لا معلومه نه ده چې د هغې کورنۍ غړي چا وژلي دي.

د وژل شویو خپلوانو هم لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG