د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراين ولسمشر: له روسي ځواکونو مو ډير ځايونه بیرته نيولي دي


اوکرايني سرتيري په خارکېيف کې د یوې ودانۍ تر نيولو وروسته د خپل بېرغ سره
اوکرايني سرتيري په خارکېيف کې د یوې ودانۍ تر نيولو وروسته د خپل بېرغ سره

د اوکراین ولسمشر وايي، ځواکونو يې روانه میاشت په ځوابي بریدونو کې له روسي ځواکونو ۶۰۰۰ مربع کیلومیټره ساحه بېرته نیولې ده.

ولودیمیر زېلېنسکي د سېپټېمبر پر ۱۲مه دا څرګندونې له هغه وروسته کړي چې يوه روسي پوځي افسر دا ومنله چې د روسي ځواکونو پرتله د اوکراینیو ځواکونو شمېره په پراخه کچه زیاته شوې او هغوی دا مهال د روسیې پولې ته نيږدې شوي دي.

تر دې یوازې دوه ورځې وړاندې ولسمشر زېلېنسکي ادعا کړې وه چې د اوکراین ۲۰۰۰ مربع کیلومیټره ساحه یې ازاده کړې ده.

د اوکراین د پوځ مشر د سپتمبر پر ۱۱مه ویلي وو چې ځواکونو يې په خارکییف، لوهانسک او دونېڅک سیمو کې تر ۲۰ زیات کلي ازاد کړي دي.

روسیې چارواکي وېټالي ګانچېف د سپتمبر پر ۱۲مه د روسي دولتي رسنۍ (روسیه ۲۴) ته په مرکه کې ویلي وو چې اوکراینیو ځواکونو د خارکییف په شمال کې هغه سیمې بېرته نیولي چې مخکې روسیې ځواکونو قبضه کړې وي. نوموړي زیاته کړې چې د ځوابي بریدونو پر مهال د اوکراینیو ځواکونو شمېره د روسي ځواکونو پرتله اته برابره لوړه وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG