د لاسرسي ځای

تازه خبر

شولېټ: واشنګټن د امنیت په ګډون یوشمېر برخو کې له اسلام اباد سره همکاري زیاتول غواړي


سفارت وايي، شولېټ او ورسره مل پلاوي د خپل سفر پر مهال د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره ولیدل - پخوانی انځور.
سفارت وايي، شولېټ او ورسره مل پلاوي د خپل سفر پر مهال د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره ولیدل - پخوانی انځور.

یو لوړپوړی امریکايي چارواکی وايي، له پاکستان سره پر "دوه اړخیزه همکاری او ملاتړ ولاړې لسیزې پخوانۍ" اړیکې لري او غواړي چې په راتلونکې کې یې لا نورې پیاوړې کړي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د سېپټېمبر پر ۱۱مه په یوه بیان کې د بهرنیو چارو وزارت د لوړپوړي ډېپلوماټ ډیرېک شولېټ له خولې ویلي دي چې واشنګټن غواړي د "سوداګرۍ، پانګونې، پاکې توانایۍ (انرژۍ)، روغتیا، امنیت او تعلیم" تر څنګ په یوشمېر نورو برخو کې دوه اړخیزه همکارۍ زیاتې کړي.

د بیان له مخې، د شولېټ په مشرۍ د امریکايي چارواکو یو پلاوی د سېپټېمبر له اوومې څخه تر نهمې پورې په پاکستان کې وو چې پکې یې په اسلام اباد او کراچۍ کې له لوړپوړو حکومتي او پوځي چارواکو، د مدني ټولنې له غړو او د شخصي کاروباري څانګې له مشرانو سره ولیدل.

سفارت په بیان کې ویلي، شولېټ له پاکستانیو چارواکو سره د لیدو پر مهال په هغه هېواد کې د وروستیو سېلابونو له وجې پر ځاني او مالي زیانونو د خپګان څرګندونه وکړه او ورته یې د واشنګټن د مرستو ډاډ ورکړ.

بیان زیاتوي، شولېټ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره د لیدو پر وخت د څه د پاسه ۵۳ مېلیونه ډالرو بشري مرستو پر ورکولو هم خبرې وکړې چې واشنګټن یې له سېلاب ځپلو سره کوي.

د پاکستان حکومت وايي، د جون له نیمايي راهیسې په بارانونو او سېلابونو کې تر ۱،۴۰۰ زیات کسان وژل شوي او د لسګونه اربه ډالرو تاوان وراوښتی دی. سېلابونو بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا صوبې زښتې ځپلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG