د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د حمزه بن لادن د وژل کېدو خبر تایید کړ


د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن
د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، دوی اوس تاییدولی شي چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله په پرتو سیمو کې په پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی.

د سپیني ماڼۍ په بیان کې چې پرون د سپټمبر په څوارلسمه خپور شو، د ولسمشر ټرمپ په حواله پکې لیکل شوي: د حمزه بن لادن له منځه تګ د القاعده شبکې هغه سمبولیک ارتباط چې دې ډلې د هغه له پلار سره درلود، شلوي، هغوی د رهبرۍ له مهمو مهارتونو محروموي او د دې ډلې مهم عملیاتي فعالیتونه هم کمزوري کوي.

نړیوالو رسنیو د جولای په ۳۱مه د امریکا د استخباراتو د پټو سرچینو په حواله وویل چې حمز بن لادن مړ شوی دی.

خو هغه وخت چا د حمزه بن لادن د مړګ د ځای یا نېټې په اړه معلومات نه وو ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر مارک ايسپر په اګست کې د حمزه بن لادن د مرګ خبر تایید کړ.

خو ولسمشر ټرمپ او د امریکا د حکومت نورو لوړرتبه چارواکو لا دا خبر نه و تایید کړی.

د رپوټونو پر اساس، اسامه بن لادن ۲۰ اولادونه درلودل.

اسامه بن لادن
اسامه بن لادن

حمزه بن لادن د هغه پنځلسم اولاد او د درېیمې ښځې زوی وو.

داسې ګڼل کېږي چې حمزه بن لادن د مرګ په وخت ۳۰ کلن وو.

د امریکا حکومت د روان کال په فبرورۍ میاشت کې اعلان وکړ چې د حمزه بن لادن پر سر یې یو ميلیون ډالر جایزه ټاکلې.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ میلادي کال په مې میاشت کې د پاکستان د پلازمېنې په څو کلیومټرۍ کې د امریکا د خاصو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ووژل شو.

حمزه بن لادن ته د "جهاد ولي العهد" لقب ور کړل شوی وو.

هغه په غږیزو او تصویري پیغامونو کې پر امریکا او نورو هېوادونو د حملو او د خپل پلار د قتل د غچ اخېستلو خبره کړې وه.

د روان کال په مارچ میاشت کې سعودي عربستان اعلان وکړ چې له حمزه یې د سعودي د تابعیت حق اخېستی دی.

ریاض په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

حمزه بن لادن
حمزه بن لادن

سعودي عربستان په ۱۹۹۴ میلادي کال کې له اسامه بن لادنه هم د سعودي عربستان د تابعیت حق اخیستی وو.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یو رپوټ خپور کړ او په کې ویې ویل چې د القاعده شبکې د حمزه بن لادن په ګډون د نويو رهبرانو د روزنې لپاره پروپاګند پیل کړی.

ملګرو ملتونو ویلي وو چې القاعده غالبا هڅه کوي چې د ځوانې رهبرۍ په رامخکې کولو پلویان ور غونډ کړي.

د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د القاعده شبکې مشري ایمن الزواهري ته وسپارل شوه چې په خټه مصری دی.

د رپوټونو پر اساس، ایمن الزواهري هم د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې پر امتداد په پرتو سیمو کې پټ دی.

XS
SM
MD
LG