د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا د سېپټېمبر ۱۱مې د بریدونو د قربانیانو تلین ولمانځه


د امريکا ولسمشر جوبايډن او پخواني ولسمشران باراک اوبامه او بيل کلنټن د ۱۱م سېپټمبر د پېښې د شلم تلین د لمانځلو په مراسمو کې.
د امريکا ولسمشر جوبايډن او پخواني ولسمشران باراک اوبامه او بيل کلنټن د ۱۱م سېپټمبر د پېښې د شلم تلین د لمانځلو په مراسمو کې.

امریکا د سپټمبرد ۱۱مې ترهګر بریدونو د قربانیانو ۲۰م تلين ولمانځه.

په نیویارک کې د سېپټمبر د ۱۱مې بریدونو د قربانیانو د یاد په مراسمو کې ګډونوال د سهارپه ۸ بجو او ۴۶ دقیقو د یوې شېبې لپاره خاموشه شو.

دا دقیقاً هماغه وخت وو چې ۲۰ کاله مخکې په همدې ورځ الوتک تښتوونکو لومړنۍ الوتکه په نيويارک کې د نړیوالې سوداګرۍ له دنګې ودانۍ سره وجنګوله.

په دغو مراسمو کې چې څلورساعته یې دوام وکړ، د امریکا ولسمشر جو بایډن او پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او بېل کلېنټن هم ګډون کړی وو او پکې د وژل شویو د کورنیو غړیو د خپلو عزیزانو نومونه واخیستل.

پر نیویارک سربېره په دوو نورو ځایونو، دفاع وزارت یا پېنټاګون او پنسلوانیا کې چې هغه مهال القاعده شبکې په نښه کړي وو هم د دغو ترهګرو بریدونو د قربانیانو د یاد مراسم ترسره شول.

ولسمشر جو بایډن په هغه ویډیويي پیغام کې چې سپینې ماڼۍ د سپټمبر د ۱۱مې په مناسبت خپور کړی، وویل چې دغو بریدونو په خلکو کې د ملي یووالي او پیوستون یو ریښتونی احساس غښتلی کړ. بایډن له خلکو وغوښتل چې هغه پیوستون چې د بریدونو په ورځ یې ښوولی وو، ښکاره کړي.

د ۱۱م سېپټېمبر ترهګرو بريدونو کې د وژل شوي کس د کورنۍ يوه غړې د ګلونو ګېډۍ ږدي.
د ۱۱م سېپټېمبر ترهګرو بريدونو کې د وژل شوي کس د کورنۍ يوه غړې د ګلونو ګېډۍ ږدي.

هغه زیاته کړه چې یووالی او پیوستون د امریکا د لوی قدرت یو محور دی او باید زیانمن نشي. د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو سږني مراسم داسې مهال ترسره شول چې امریکا د اګست پر ۳۱مه نېټه په افغانستان کې خپل پوځي شتون پای ته ورساوه او طالبان چې رژیم یې ۲۰ کاله مخکې امریکا نسکورکړی وو، بیا واک ته ورسیدل.

امریکا ۲۰ کاله مخکې پر افغانستان پوځي حمله ځکه کړې وه چې هغه مهال د دغو بریدونو اصلي پلانونکی د القاعده شبکې مشراسامه بن لادن په دې هیواد کې اوسیده.

امريکا له طالبانو د اسامه بن لادن د ورسپارلو غوښتنه وکړه خو طالبانو انکار وکړ. اسامه بن لادن وروسته په ۲۰۱۱ز کال کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې امريکايي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې وواژه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG