د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د برتانوي ملکې وير: بیرغ به نيمه ځوړند وي


ملکه اليزبیت په پاکستان کې (د ۱۹۹۷ کال انځور)

د پاکستان حکومت د سپتمبر دولسمه د برتانوي ملکې، اليزبیت دویمې د مرګ له غمه په هېواد کې د ماتم ملي‌ ورځ اعلان کړی دی.

د پاکستان وزيراعظم دفتر د سپتمبر په يوولسمه په یوه خبرپاڼه کې وويل چې په ټول هېواد کې به ملي بېرغ نيمه ځوړند وي. په لندن کې د پاکستان سفارت هم پر ټويټر ليکلي چې د برتانويانو سره په دې غم کې پاکستانيان شريک دي نو ځکه د غمرازۍ لپاره ملي ماتم کوي.

د ۱۹۴۷ د اګست په ۱۴مه، برتانيا پاکستان ته ازادي ورکړه. تر هغه مخکې پاکستان، هند او بنګلادېش يو هېواد وو او د برتانوي هند تر نامه لاندې د برتانيا د امپراتورۍ برخه وو.

د برتانیا ملکه اليزبیت دويمه، د سپتمبر پر اتمه، د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه. د هغې تر مړینې وروسته د نوموړې زوی، ۷۳ کلن چارلس د برتانیا د پاچا په توګه دنده پیل کړې. د ملکې دفتر ويلي چې نوموړې په سکاټلېنډ کې په خپل دوبني هستوګنځای کې تر روغتیایي څارنې وروسته مړه شوه.

ملکه الیزبیت د ۱۹۲۶ کال د اپریل په ۲۱مه په لندن کې زیږېدلې وه. نوموړې د یونان له شهزاده فېلېپ مونټبټین سره چې د سمندري ځواکونو یو پوځي وو، واده کړی وو او ۴ اولادونه یې درلودل.

ظاهر شاه او ملکه اليزبیت په لندن کې
ظاهر شاه او ملکه اليزبیت په لندن کې

هغې د خپل پلار له مړینې وروسته د ۱۹۵۳ کال د جون په دویمه د برتانیې د ملکې په توګه دنده پيل کړه. هغه مهال، نوموړې د ۲۶ کلونو وه. د ملکې اليزبیت واک تر ۷۰ کلونو دوام وکړ.

ملکې د خپلې واکمنۍ په مهال له ۱۰۰ ډيرو هېوادونو ته سفرونه کړې وو. په دوی کې پاکستان هم شامل دی چې نوموړې ورته په ۱۹۹۷ کال کې ورغلې وه. هغې همداراز په ۱۹۷۱ کال د افغانستان پاچا، محمد ظاهره شاه او په ۲۰۰۳ کال د افغان ولسمشر حامد کرزي کوربنه وه.

ملکه د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ په۲۰مه، پر کوویډ ـ ۱۹ ناروغۍ اخته شوې وه چې له رغېدو وروسته یې بېرته خپله دنده چې تر ډېره تشریفاتي وه، پیل کړه.

د ملکې اليزبیت مړینې په اړه د نړۍ ډېرو مشرانو خفګان څرګند کړی او د برتانیا له سلطنتي کورنۍ، د برتانیا له حکومت او د دې هېواد له خلکو سره د خواخوږۍ ښودلو دغه بهیر روان دی.

XS
SM
MD
LG