د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهزاده فېلېپ د برتانیا په شاهي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو


د شهزاده فېلېپ وروستي مراسم
د شهزاده فېلېپ وروستي مراسم

د برتانیا د ملکې دویمې الېزابېت مېړه شهزاده فېلېپ مړی د برتانیا په شاهي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د اپرېل پر ۱۷مه، د شهزاده فېلېپ په وروستیو مراسمو کې کونډې ملکې دویمې الېزابېت او څو محدودو کسانو ګډون وکړ. دا مراسم د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې په محدود او مختصر ډول ترسره شول.

د مړي تر ښخولو مخکې په ټوله برتانیا کې د شهزاده فېلېپ اروا ته د درناوي په خاطر یوه دقیقه چوپتیا اعلان شوه.

شهزاده فېلېپ چې د ۷۳ کلونو لپاره د ملکې دویمې الېزابېت مېړه وو، د اپرېل پر نهمه د ناروغۍ له کبله مړ شو.

نوموړی له مړینې مخکې د زړه د ناروغۍ او عفونت له کبله د څه باندې یوې میاشتې لپاره په روغتون کې بستر وو او د مړینې پر مهال ۹۹ کلن وو.

د شهزاده فېلېپ مړی هدیرې ته د لېږدولو پر مهال
د شهزاده فېلېپ مړی هدیرې ته د لېږدولو پر مهال

د شهزاده فېلېپ د جنازې مراسم د لندن په لوېدیځ کې په سېنټ جورج کلیسا کې دننه په وېنډزر کلا کې ترسره شول.

د دې مراسمو ګډونوالو ته سپارښتنه شوې وه چې باید د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره ټولنیز واټن په پام کې ونیسي.

شهزاده ۱۴ کاله د برتانیې په شاهي بحري ځواکونو کې خدمت وکړ او د دویمې نړیوالې جګړې شاهد پاتې شوی وو.

د موسیقۍ او سندرو هغه ټوټې چې د جنازې په مراسمو کې وغږول شوې، د شهزاده فېلېپ د پوځي خدمتونو او د څه باندې ۷۰ کلونو موده کې له ملکې سره د ده د ملاتړ لپاره وې.

د برتانیا ملکه راتلونکې اوونۍ ۹۵ کلنه کېږي.

د شهزاده فېلېپ په جنازه کې د برتانیا د وسله ‌والو ځواکونو سرتېري په منظمو لیکو کې ودرېدل او د درناوي لپاره د توپونو ډزې وشوې.

په مراسمو کې د خلکو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په مقصد هر څه د وېنډزر په پوځي کلا کې دننه ترسره شول، خو دا ټول جریان پر ټېلېوېژنونو په ژوندۍ بڼه خپرېده.

د شهزاده فېلېپ وروستي مراسم
د شهزاده فېلېپ وروستي مراسم

شهزاده وېلییم او ورور یې شهزاده هیري هم په مراسمو کې حاضر ول. د شهزاده فېلېپ تر مړینې مخکې امریکا ته د شهزاده هیري او د هغه د امریکايۍ مېرمنې مېګن کډه کېدلو د برتانیا د شاهي کورنۍ ستنې کمزورې کړې.

ډاکترانو مېګن ته، چې د دویم ځل لپاره حامله ده، سپارښتنه کړې چې د صحي دلایلو له کبله باید سفر و نه‌ کړي او دا مراسم دې په کیلېفورنیا کې له خپل کور څخه په ټېلېوېژن وګوري.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG