اوکرایني پوځ روانه میاشت د ځوابي حملو تر پیلولو وروسته د خارکیف پر بلاکلیا ښار د بشپړ کنټرول تر څنګ د ځینو نورو لویو پرمختګونو دعوه کړې ده.
پوځ د سېپټېمبر پر ۱۰مه د پیغام استولو او بیانونو خپرولو پر اپليکېشن ټېلېګرام ویلي دي چې په بلاکلیا کې یې د اوکراین بیرغ هسک کړی دی او سرتېري کوپیانسک سیمې ته داخل شوي دي.
په همدې حال کې اوکرایني سرتېري د لېسېچانسک په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي دي او د لېمان ښار بهر جګړه روانه ده.
اوکرایني پوځ دا دعوې تر هغې وروسته کړې دي چې د روسیې دفاع وزارت د اوکراین د ځوابي حملو تر پیلېدو وروسته په لومړي ځل له دوو سیمو څخه د خپلو پوځیانو د اېستلو اعلان کړی دی.
د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي په ویډیويي وینا کې ویلي دي چې د روسیو سرتېرو د وتلو "پرېکړه ښه ده."
په خارکیف کې د روسیې ګومارلي چارواکي وېتالي ګانچیف له خلکو غوښتي چې له هغو سیمو وځي چې مخکې یې تر واک لاندې وې.