د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني له اوکراین سره بشري او مالي مرستې کوي: انالينا بيرباک


د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیرباک: انځور پخوانی
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیرباک: انځور پخوانی

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیرباک له اوکراین سره د یو والي ښودلو په موخه کییف ته رسیدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې اوکراین د روسي ځواکونو په وړاندې جګړې ته دوام ورکړی دی.

بیرباک د سېپټمبر پر ۱۰مه په اورګاډي کې د اوکراین مرکز کییف ته د رسیدو په وخت وویل چې جرمني به "تر هغه وخته د اوکراین تر شا ولاړ وي تر څو چې کییف وسلو، بشري او مالي مرستې ته ضرورت لري."

ټاکل شوې چې بیرباک به د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دیمیترو کولیبا او نورو چارواکو سره وګوري. تمه کیږي چې دوی پر هغو لارو چارو خبرې وکړي چې جرمني څنګه کولای شي د ماینونو په پاکولو کې له اوکراین سره مرسته وکړي او په هغه هېواد کې د روسي ځواکونو لخوا د مبینه جنګي جرمونو په اړه و غږېږي.

دا د فبرورۍ په میاشت کې د روسیې له خوا پر اوکراین د بلا اشتعال یرغل وروسته د بېرباک دوهم سفر دی.
بیرباک د انرژۍ زیاتو بیو په اړه هم خبرې وکړې چې په اروپا کې د روسیې لخوا د تیلو او قدرتي ګیسو په رسد د محدودیتونو له امله لوړې شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG