د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایشيا کرکټ کپ: نن افغانستان او هند سره مخامخېږي


د سېپټېمبر پر اوومه شوې لوبه کې پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړې وه.
د سېپټېمبر پر اوومه شوې لوبه کې پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

افغان کرکټ لوبډله نن (سېپټېمبر پر اتمه) په ۲۰ اووریزه کرکټ سیاليو کې له هند سره لوبه کوي.

په دوبۍ کې کېدونکې دا لوبه به د پېښور پر وخت اووه او د کابل پر وخت شپږ نيمې بجې پيليږي.

د سېپټېمبر اوومه شوې سيالۍ کې پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړې وه او پای لوبې ته رسېدلی وو.

په شارجه کې شوې دې لوبه کې لومړۍ افغانستان بېټينګ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ رنزونه جوړ کړل. پاکستان دا هدف په ۲۰م اوور کې د نهو لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ. شاداب خان د خپلو ۳۶ رنزونو او يو ويکټ اخیستو له امله غوره لوبغاړی اعلان شو.

سريلنکا د دې سیاليو بله لوبډله ده چې وار له مخه پای لوبې ته رسېدلې ده چې د سېپټېمبر پر ۱۱مه به په دوبۍ کې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG