د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې زلزلې ۸ کسان وژلي دي


د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې زلزلې وران کړی کور (پخوانی انځور)
د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې زلزلې وران کړی کور (پخوانی انځور)

د افغانستان په کونړ ولايت کې چارواکي وايي چې دغلته زلزلې لږ تر لږه اته کسان وژلي دي.

د سپتمبر په پينځمه، په کونړ ولايت کې د طالبانو د حکومت د والي‌ ویاند مولوي نجیب الله حنیف سرکاري خبري اژانس باختر، ته ويلي چې د سپتمبر څلورمې شپې مهال راغلې زلزلې د اته کسانو پر وژنې برسېره ځيني کورونه هم وران کړي دي.

مولوي حنیف زیاتوي چې دا زلزله په نور ګل ولسوالۍ کې شوې ده او ممکنه ده د مرګژوبلې شمېره زیاته شي.

د جون په میاشت کې هم په افغانستان کې زلزلې راغلې وې. دې زلزلو تر ټولو زیات پکتيکا او خوست ولایتونه ځپلي ول او له ۱،۰۰۰ زیات کسان یې وژلي او په زرګونو کورونه یې وران کړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG