د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کاناډا کې ۲ مشکوکو کسانو ۱۰ کسان وژلي


پولیس د پېښې د ځای پلټنه کوي

د کاناډ پولیس په هغو دوو مشکوکو کسانو پسې ګرځي چې د سپتمبر پر څلورمه یې هلته ۱۰ کسان وژلي او ۱۵ یې ټپي کړي دي.

پولیس وايي دې مشکوکو کسانو سهار وختي د ځايي خلکو په هغه سیمه کې دا کسان په چړو وهلي چې لږ خلک پکې ژوند کوي. د دوی په وینا، دا کسان په ۱۳ بېلا بېلو ځایونو کې په نښه شوي دي. دا د کاناډا په راوروستي تاریخ کې تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې ده.

د کاناډا وزیراعظم جسټین ټروډو په یو بیان کې ویلي چې دې ډاروونکي برید هغه ته ټکان ورکړي او سخت یې خفه کړی دی.

پولیسو د مشکوکو کسانو تصویرونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې په دوی کې یو ډېمیین سېنډرسن نومېږي چې ۳۱ کلن دی او بل مېلیس سېنډرسن نومېږي چې ۳۰ کلن دی. خو پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي چې دې کسانو دا خلک ښايي ولې وژلي او ټپي کړي وي؟

XS
SM
MD
LG