د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو روزا اوتمبایووا د افغانستان لپاره خپله استازې ټاکلې ده


ملګرو ملتونو د سپټمبر پر دویمه په یو بیان کې ویلي چې ۷۲ کلنه اوتمبایووا د ډیبورا لاینز ځای نیسي چې د جون په نیمايي کې یې کار پرېښی وو.
ملګرو ملتونو د سپټمبر پر دویمه په یو بیان کې ویلي چې ۷۲ کلنه اوتمبایووا د ډیبورا لاینز ځای نیسي چې د جون په نیمايي کې یې کار پرېښی وو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېریش د قېرغزستان پخوانۍ ولسمشره روزا اوتمبایووا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې نومولې ده.

ملګرو ملتونو د سپټمبر پر دویمه په یو بیان کې ویلي چې ۷۲ کلنه اوتمبایووا د ډیبورا لاینز ځای نیسي چې د جون په نیمايي کې یې کار پرېښی وو.

نوموړې په داسې حال کې دا دنده پر غاړه اخلي چې د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په هغه هېواد کې د ښځو او نجونو حقونه په بې ساري ډول اغیزمن شوي دي.

اوتمبایووا د ۲۰۱۰ م کال په اپریل کې له هغه وروسته د قېرغزستان لنډمهاله ولسمشره شوه چې په هغه هیواد کې یو خونړي پاڅون د هغه وخت ولسمشر قرمانبیک باقییف جلاوطنۍ ته اړ کړ.

تر هغه یو کال وروسته انتخابات وشو او روزا اوتمبایووا ولسمشري پرېښوده.

اوتمبایووا د قېرغزستان د بهرنیو چارو وزیره هم پاته شوې ده او په امریکا، کاناډا او برتانیا کې یې د خپل هیواد د سفیرې په توګه هم کار کړی دی.

دا مهال هغه د منځګړتوب په اړه د ملګرو ملتونو د سیکرټري جنرل د لوړې کچې مشورتي بورډ غړې او په قېرغزستان کې د روزا اوتمبایوا فاونډېشن مشره ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG