د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزو پرلتوال پر پوځ د خرڅې شوې ځمکې پیسې غواړي


د اورکزو سیمه (انځور له ارشيفه)
د اورکزو سیمه (انځور له ارشيفه)

د خيبر پښتونخوا په اورکزو ضلع کې د ماموزو قام احتجاج کړی او دوی له پوځ څخه د پوځي کلا د ځمکې پیسې غواړي.

د اګست په ۳۱مه په پرلت کې شامل، ځايي مشر حاجي محمد صدیق مشال راډیو ته وویل چې په جمل مایه سیمه کې د دوی پر ۵۰ کناله مشترکه ځمکه پوځي کلا جوړیږي چې پیسې یې د ټول قام پر ځای یو شخص ته ورکړې دي.

په جمل مایه کې یو کال وړاندې پر ۵۰ کناله ځمکه پوځي کلا د تعمیراولو کار شروع شوی چې دا له هم جاري دی ولی په دغه کې د یو مرلې په حساب ۱۰ زره حکومتي نرخ تر مقرره کېدو پس یو کروړ روپې د ملک میر جنان په نامه وتلي دي.

ځمکه د ټول قام ده خو پوځ د پیسو چيک يو سړي ته ورکړی دی
سعید خان

په احتجاج کې شامل د میر قلم خیلو سعید خان مشال راډیو ته د سپتمبر په لومړۍ نېټه وويل چې دوه ورځې مخکې د انتظامیې مشران ورغلي وو او د مذاکراتو غوښتنه یې کړه وه. خو د هغه وينا دوی دې خبرو ته تیار نه دي. "دا ځکه چې يو ځل مخکې هم موږ جرګه کړې وه. بله خبره دا چې د پيسو چيک د ضلعې انتظامیې نه بلکې د د اورکزو سکاوټس کمانډنټ لخوا جار شوی دی. نو زموږ مسله د پوځ سره ده."

که څه هم درې کاله وړاندی ضلعي انتظاميې د جمل مایه ځمکې د ملکیت لانجې فیصله د ماموزو قام په حق کې کړې وه خو بله ډله د ملک مير جانان وايي چې دا ځمه د هغه ده. نوموړي زیاته کړې چې که له هغه سره څوک مذاکرات کول غواړي، ورته تیار دی..

پوځي چارواکو په دې اړه خبرې نه کول غواړي خو د بره اورکزو مرستیال کميشنر امتیاز علي شاه د اګست په ۲۰مه، مشال راډيو ته ويلي‌وو چې د اورکزو سکاوټس کمانډنټ د پیسو چيک ملک مير جانان ته ورکړې دي. هغه ومنله چې په دې اړه ماموزی قام خبر نه وو ساتل شوی نو ځکه هغوی خفه دي. خو نوموړی زیاتوي چې مسله بايد د خبرو له لارې حل شي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG