د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې اروپا ته د ګېسو ليږد درولی


په پولېنډ‌کې د روسي ګېس پايپ لاين چې نورو اروپايي هېوادونو ته ګې رسوي
په پولېنډ‌کې د روسي ګېس پايپ لاين چې نورو اروپايي هېوادونو ته ګې رسوي

روسیې اروپا ته د یو لوی پایپ لاین په وسیله د ګېسو رسول ودرولي دي. ويل کيږي چې مسکو له دغې لارې پر لویدیځو هیوادونو فشار اچول غواړي.

د وروستیو مالوماتو تر مخه د اګست په ۳۱مه د نورډ سټریم په لومړي پایپ لاین کې چې د بالټیک سمندر له لارې جرمني ته رسيږي، د ګېسو جریان صفر ته راپریوت.

د روسیې د انرژۍ لوی شرکت ګازپروم ویلي چې په یو کمپریسر کې درې ورځې کار ته اړتيا ده او باید دا کار د سپټمبر دویمې پورې دوام ولري. خو د جرمني د فیډرل نیټورک ایجنسۍ مشر کلاز مولر دا د "تخنیکي پلوه د نه پوهیدو وړ" پریکړه بللې او ادعا یې کړې چې دا یوازې یوه پلمه ده او ماسکو د انرژۍ ترسیل د ګواښ په توګه کاروي.

دغه بندیز دا ویره زیاته کړې چې مسکو د ګېس ترسیل ځکه تړي چې په اوکراین د یرغل له کبله پر روسیه د بندیزونو لپاره رامنځ ته شوی مغربي اتحاد مات کړي. خو مسکو دغه تورونه رد کړي دي.

د روسیې له خوا ګډوډي او د ګېس ودرولو په اروپا کې د انرژۍ بیې لوړې کړې او اروپايي حکومتونه یې د ژمي دمخه د متبادل انتظام لپاره په منډه کړي دي.

XS
SM
MD
LG