د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراين ولسمشر روسي پوځيانو ته: خپلو کورونه ته ستانه شئ


د اګست د ۲۳مې انځور - د اوکراين ولسمشر يوې غونډې ته خبرې کوي
د اګست د ۲۳مې انځور - د اوکراين ولسمشر يوې غونډې ته خبرې کوي

د اوکراین ولسمشر وولودومیر زېلیسنکي پر روسيو ځواکونو غږ کړی چې له قبضه کړي خرسون ښار څخه دې ووځي.‌

دا ستراتيژيک ښار روسي ځواکونو په تېر ژمي‌کې قبضه کړی وو خو اوس یې د بېرته نيولو لپاره اوکرايني ځواکونو عمليات پيل کړي دي.‌

زېلینسکي د اګست پر ۲۹مه شپه مهال پر خپله ټېلېويژني وينا کې وويل چې اوکرايني ځواکونه به روسي پوځيان تر سرحده پورې تعقیب کړي. هغه زیاته کړه چې که روسي ځواکونه ژوندي پاتې کېدل غواړي نو اوس ښه موقع ده چې له دې ښاره وتښتي او خپلو کورونو ته ولاړ شي.

تر دې مخکې اوکرايني چارواکو ويلي وو چې ځواکونو يې د روسانو هغه کښتۍ په نښه کړي چې قبضه کړيو سيمو ته وسله وړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG