د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق کې په نښتو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي


د عراق په مرکز بغداد کې د مقتدا الصدر پلويانو د حکومتي سرتيرو سره نښته کړې
د عراق په مرکز بغداد کې د مقتدا الصدر پلويانو د حکومتي سرتيرو سره نښته کړې

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د دوو شعیه ډلو ترمينځ نښتو کې لږترلږه ۲۳ تنه وژل شوي دي.

دا پېښې د بغداد په ګرین زون نومي سیمه کې د اګست پر ۲۹مه له هغه وروسته شوې دي چې د شیعه مذهبي مشر مقتدا الصدر پلویانو د ایران له ملاتړ لرونکو مخالفو شعیه ډلو سره تر زیاتېدونکي تاوتریخوالي وروسته پر حکومتي ودانیو برید وکړ.

په دې نښتو کې ۳۸۰ کسان ټپيان شوي هم دي. دا له هغه وروسته ده چې مقتدا الصدر اعلان وکړ چې دی به له سیاست څخه استعفا وکړي.

ایران د اګست پر ۳۰مه له عراق سره خپله پوله تړلې ده او د تشدد له کبله دې هیواد ته د الوتکو پروازونه هم درول شوي دي.

د ایران دا پرېکړه په داسې حال کې ده چې په میلیونونو ایرانیانو د دې لپاره تیاري کوله چې په کلنیو شعیه مراسمو کې د ګډون لپاره عراق ته ولاړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG