د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ اسيا جام: نن لومړۍ لوبه کې افغانستان او سري لنکا سيالي کوي


د افغانستان د کرکټ ملي ټيم لوبغاړي ــ پخوانی انځور
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم لوبغاړي ــ پخوانی انځور

د کرکټ اسیا کپ له نن (د اګست ۲۷مې) څخه په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي.

د دې ۲۰ اووریز کپ په لومړۍ سیالۍ کې به د افغانستان او سري لنکا ملي لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د دوی ترمينځ دا لوبه نن ماښام د پېښور پر وخت اووه او د کابل پر شپږ نیمې بجې پيلېږي.

په دې اتلولۍ کې د پاکستان، افغانستان، هند، سري لنکا، بنګلادېش او هانګ کانګ لوبډلې برخه اخلي.

بلخوا سبا (د اګست پر ۲۸مه) د پاکستان او هند ترمینځ سیالي کېږي.

د کرکټ اسيا جام پایلوبه به د سېپټېمبر پر ۱۱مه کېږي.

دا اتلولي په وروستي ځل په ۲۰۱۸ز کال کې شوې وه چې هند ګټلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG