د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر بايډن وايي په شام کې یې له ایران سره تړلي هدفونه په نښه کړي


ولسمشر بايډن د اګست پر ۲۵مه د امریکا د استازو جرګې مشرې نېنسي پلوسي ته په شام کې د شویو بریدونو په اړه څرګندونې کړې دي.
ولسمشر بايډن د اګست پر ۲۵مه د امریکا د استازو جرګې مشرې نېنسي پلوسي ته په شام کې د شویو بریدونو په اړه څرګندونې کړې دي.

د امریکا ولسمشر جو بايډن ويلي چې روانه اونۍ په شام کې له ایران سره تړلي اهداف په دې موخه په هوايي بریدونو کې په نښه شوي چې امریکایان خوندي شي او دفاع يې وشي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې روانه اونۍ په هغه جګړه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی چې امریکايي ځواکونه پکې شامل دي.

ولسمشر بايډن دا څرګندونې د اګست پر ۲۵مه د امریکا د استازو جرګې مشرې نېنسي پلوسي ته په یو لیک کې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تيرو دریو ورځو کې له امریکايي او اتحادي ځواکونو سره په نښتو کې زیاتوالی دی.

ولسمشر جوبایډن په لیک کې ویلي چې ده ځکه د دې بریدونو امر کړی چې د ده په وینا، دا یې مسولیت دی چې په کور دننه او بهر د امریکایانو ساتنه وکړي او د هيواد د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ ګټو ته وده ورکړي.

سیمه ییزو پوځي چارواکو ویلي، چې د امریکا پوځ د اګست پر ۲۵مه د شام د دیرالزور ولایت د میادین ښار په ځینو هغو برخو کې هدفونه په نښه کړي چې د شامي حکومت تر واک لاندې دي.

راپورونه وايي چې د ایران پلوه ملېشې لږ تر لږه درې غړي هغه مهال وژل شوي چې د امریکا د یو هيلي کاپټر له خوا په نښه شوي وو.

برید د فرات سیند لویدیځې غاړې ته په یوه ښارګوټي کې شوی دی. ایراني ملېشې په دغه ښارګوټي کې قوي حضور لري او له اوږدې مودې راهیسې د فرات په ختیځه څنډه کې د العمر د تېلو سیمه کې د امریکا د ایتلاف یوه لویه پوځي اډه په نښه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG