د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین د اور لګېدو له کبله په زپورېژیا کې دوه وروستۍ فعالې بټۍ بندې کړې دي


د اوکراین د انرژۍ ادارې اېنېرګواټوم د اګست پر ۲۵مه دا اعلان پر داسې مهال وکړ چې بهرنیو چارواکو په هغه ساحه کې د احتمالي ناورین خبرداری ورکړی
د اوکراین د انرژۍ ادارې اېنېرګواټوم د اګست پر ۲۵مه دا اعلان پر داسې مهال وکړ چې بهرنیو چارواکو په هغه ساحه کې د احتمالي ناورین خبرداری ورکړی

اوکرایني چارواکي وايي، د اور لګېدو او بجلۍ تارونو ته د زیان رسېدو له وجې د زپورېژیا په اټومي برېښناکوټ کې دوه وروستۍ فعالې بټۍ بندې کړل شوې دي.

د دې له وجې د احتمالي حادثې په اړه وېرې زیاتې شوې ځکه چې هغه برېښناکوټ په لومړي ځل تر لنډ وخته د اوکراین د بجلۍ له مرکزي نظامه قطع شوی وو.

د اوکراین د انرژۍ ادارې اېنېرګواټوم د اګست پر ۲۵مه دا اعلان پر داسې مهال وکړ چې بهرنیو چارواکو په هغه ساحه کې د احتمالي ناورین خبرداری ورکړی او پر روسیو او اوکراینیو ځواکونو یې فشار ته دوام ورکړی دی چې د اروپا د تر ټولو لویې اټومي بټۍ د ساتنې لپاره لا زیات اقدامات وکړي.

هغه برېښناکوټ د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې تر یرغل شاوخوا دوه اوونۍ وروسته د روسیو ځواکونو لاسونو ته ولوېد او له هغه وخت راهیسې یې تر کنټرول لاندې دی خو اوکراینیو انجینرانو ته یې هلته د پاتې کېدو او د کارخانې چلولو اجازه ورکړې ده.

په هغه برېښناکوټ کې لومړۍ بټۍ په ۱۹۸۵ز کال کې فعاله شوې وه. له کارخانې سره نېږدې د روسیو او اوکراینیو ځواکونو ترمینځ جګړو د ناوړه پېښې په اړه اندېښنې زېږولې دي.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې وروسته په بیان کې وویل چې اوکراینیو چارواکو ورته خبر ورکړی دی چې برېښناکوټ ته د بجلۍ رسولو وروستی عمومي تار بیا فعاله شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG