د زامنو په زېږون خوشالي او د نجونو پر پیدا کېدو خپګان ولې؟
د مشال راډیو د ځانګړي پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" په لومړۍ برخه کې پر دې غږېدلي یو چې په پښتني ټولنه کې اکثر د لوڼو پرتله د زامنو زېږون ته ولې ارزښت ورکول کېږي او د نجلۍ پیدایښت ولې د ځینو خلکو د خپګان لامل کېږي؟ له دې پرته دا هم اورئ چې د پوهاوي او تعلیم باوجود خلک ولې تر اوسه زامن د خپلې کورنۍ راتلونکې لپاره مهم بولي او لوڼو ته حقونه نه ورکوي. په خپرونه کې د پېښور یوه اوسېدونکې شاه سلطانه، د ماشومانو د حقونو مبارز عمران ټکر، تاریخپوه نورالامین یوسفزی او د ښځو د ناروغیو متخصصه ډاکتره شهلا مندوخېل مېلمانه دي. خپرونه په لېنک کې واورئ.
برخې
-
مې ۰۹, ۲۰۲۳
په وراثت کې ښځو ته حق ورکول ولې ستونزمن دي؟
-
اپرېل ۰۵, ۲۰۲۳
په روژه کې ولې د ښځو ستونزې "زیاتې" شي؟
-
فبروري ۰۹, ۲۰۲۳
د ناموسي وژنو مخنیوی تر اوسه ولې نه دی ممکن شوی؟