د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان نيدرلېنډز کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه


فخر زمان (تصوير له ارشيفه)
فخر زمان (تصوير له ارشيفه)

د پاکستان کرکټ لوبډلې د درې ۵۰ اووریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ سيالۍ کې نیدرلېنډز ته په ۱۶ رنزونو ماتې ورکړې ده.

د اګست پر ۱۶مه په راټرډم کې شوې دې لوبه کې لومړی بيټينګ پاکستان وکړ او په ۵۰ اوورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په اوټ کېدو ۳۱۴ رنزونه وکړل. نيدرلېنډز د ۸ لوبغاړو په اوټ کېدو ټول ۲۹۸ رنزونه جوړ کړل.

فخر زمان تر ټولو ډېر۱۰۹ رنزونه وکړل او د لوبې غوره لوبغاړی شو. د دواړو لوبډلو ترمنځ به دويمه سیالي د اګست پهر ۱۸مه او درېيمه د اګست پر ۲۱مه کيږي.

بلخوا افغانستان د ایرلېنډ سره د پينځو ۲۰ اووریزو کرکټ سياليو اخري لوبه نن (اګست ۱۷مه) په بيلفاسټ کې کوي. دا لوبه د کابل پر وخت ماښام ۷ او د پېښور پر وخت اوه نيمې بجې پيليږي. دواړو لوبډلو دوه دوه سیالۍ ګټلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG