د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بره دیر او جنوبي وزیرستان کې درې امنیتي عسکر وژل شوي


په بره دیر او جنوبي وزیرستان کې د درې امنیتي عسکرو وژلو ذمه واري چا نده منلې ــ پخوانی انځور
په بره دیر او جنوبي وزیرستان کې د درې امنیتي عسکرو وژلو ذمه واري چا نده منلې ــ پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا په بره دیر او جنوبي وزیرستان کې په وسله والو بریدونو کې یو پولیس او دوه پوځیان وژل شوي دي.

د بره دير ضلعې د شاهي کوټ پوليس تاڼې مشر جهانزېب خان د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې د دې ضلعې په نصرت دره کې د افغانستان پولې ته نیزدی د ماین په چاودنه کې دوه پوځیان وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.

پوځ په خپله د دې چاودنې په اړه تراوسه څه نه دي ويلي او نه یې چا ذمه واري منلی ده.

د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ ډويژن په بره دير ضلع کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په دې وروستيو کې هلته د وسله والو د فعالیتونو په اړه خبرونه خپاره شوي دي.

د یو بل خبر له مخې د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه په اعظم ورسک کې د اګست پر ۱۲مه وسله والو پر پولیس تاڼه برید کړی دی.

د تاڼې مشر شکیل دراني مشال راډیو ته وویل چې له وسله والو سره د ډزو په تبادله کې یو پولیس سرتیری نسیم عالم وژل شوی دی.

د برید ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG