د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران انقلاب ساتونکي ځواک یو غړی د جان بولټن د وژلو دسیسې په تور تورن شوی


جان بولټن د پخواني امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار وو - پخوانی انځور.
جان بولټن د پخواني امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار وو - پخوانی انځور.

د امریکا د عدلیې وزارت د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک یو غړی د امريکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د وژلو د دسیسي جوړولو په تور تورن کړی دی.

وزارت د شاهرام پورصفي چې د مهدي رضايي په نوم هم پېژندل کېږي، پر ضد دا تور د اګست پر ۱۰مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړ.

ایران دا تورونه د "خندا وړ" او "بې بنیاده" بللي دي.

د ایران سرکاري میډیا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ناصر کنعاني له خولې ليکلي چې حکومت يې د دې تور پر اساس د ایرانیانو پرضد د هرې ممکنه کارروایۍ له امله خبرداری ورکوي.

د امریکا د پلټنو وفاقي ادارې (اېف بي ای) د شهرام پورصفي انځور خپور کړی - د ۲۰۲۱ز کال انځور.
د امریکا د پلټنو وفاقي ادارې (اېف بي ای) د شهرام پورصفي انځور خپور کړی - د ۲۰۲۱ز کال انځور.

د امریکا د عدلیې وزارت دعوه کړې چې پورصفي د جان بولټن د وژلو لپاره د امريکا دننه ځينو کسانو ته د درې لکه ډالرو ورکولو هڅه کړې ده.

څارنوالانو ويلي، معلومېږي چې دا دسیسه د ۲۰۲۰ز په جنورۍ کې د هغه يوه ډرون برید د غچ اخيستو لپاره جوړه شوې وه چې پکې د ایران د انقلاب ساتونکو د القدس ځواک مشر قاسم سیلماني وژل شوی وو.

جان بولټن، چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار ترڅنګ په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی هم پاتې شوی، په یو بیان کې د ایران واکمنان "درواغژن، ترهګر او د امریکا د دښمنانو" په نومونو ياد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG