د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اوکراين د روسيې په تازه بمبارۍ کې ۱۳ کسان وژل شوي


د دنېپروپېتروفسک سیمې په مارهانېڅ وړوکي ښار کې تر بمبارۍ وروسته د ښوونځي د ټولګي انځور - د ۲۰۲۲ز کال د اګست ۱۰مې انځور.
د دنېپروپېتروفسک سیمې په مارهانېڅ وړوکي ښار کې تر بمبارۍ وروسته د ښوونځي د ټولګي انځور - د ۲۰۲۲ز کال د اګست ۱۰مې انځور.

اوکرايني چارواکي وايي، د هېواد په مرکزي سیمه کې د روسيې په بمبارۍ کې ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۱ ژوبل دي.

د دوی په خبره، د اګست نهمې او ۱۰مې ترمینځ شپې مهال په بمبارۍ کې په ژوبلو کې د پينځو کسانو صحي حالت ښه نه دی.

د هغه هېواد د دنېپروپېتروفسک سيمې انتظامي مشر ولنتين رېزنیچېنکو د اګست پر ۱۰مه پر ټېلېګرام ویلي چې روسیو ځواکونو شپې ناوخته پر نېکوپول او مارهانېڅ سيمو بمباري کړې ده.

د اوکراین ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي د اګست ۱۰مې شپې مهال په خپله ويډيويي وينا کې ويلي چې کييف به پر دنېپروپېتروفسک د روسيې بمبارۍ ته ځواب ووايي.

هغه زیاته کړه چې اوکراينيان او متحدين يې بايد اشغالګر ته د تاوان رسولو او په نتيجه کې يې د روانې جګړې د لنډولو په اړه غور وکړي.

مسکو د تازه بمبارۍ په اړه د اوکراینیو چارواکو د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

روسيې د ۲۰۲۲ز د فېبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين يرغل وکړ چې له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو زرګونه سرتېري او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او لکونه کسان بې کوره او کډوال شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG