د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن په ناټو د ورګډېدو لپاره د سویډن او فېنلینډ د اسناد لاسلیک کړي دي


بایډن د اګست پر نهمه په ناټو د ورګډېدو لپاره د سویډن او فېنلینډ رسمي اسناد لاسلیک کړل.
بایډن د اګست پر نهمه په ناټو د ورګډېدو لپاره د سویډن او فېنلینډ رسمي اسناد لاسلیک کړل.

امریکايي ولسمشر جو بایډن د ناټو غړیتوب لپاره د فېنلینډ او سویډن د تایید اسناد لاسلیک کړي دي.

نوموړي وویل، د ۳۰ غړو هېوادونو تر تایید وروسته په اتحاد کې د دواړو هېوادونو احتمالي شمولیت به د ناټو لپاره او "نه یوازې د اروپا او امریکا بلکې د نړۍ د لا زیات امنیت او ثبات" لپاره "خورا مهم" بدلون وي.

ولسمشر بایډن د اګست پر نهمه په سپینه ماڼۍ کې په یوه غونډه کې د هغو هېوادونو د غړیتوب رسمي تصویب لپاره لاره هواروونکي اسناد لاسلیک کړل.

سویډن او فېنلینډ پر اوکراین د روسیې د یرغل په غبرګون د ناټو غړیتوب لپاره غوښتنلیکونه دایر کړي ول او تېره میاشت یې په هغه پوځي اتحاد د ورګډېدو لپاره خبرې سر ته ورسولې.

د امریکا سېنېټ استازو تېره اوونۍ د ناټو د پراختیا په حق کې ۹۵ رایې ورکړې. د سېنېټ یو غړي د هغو اسنادو په مخالفت کې رایه ورکړې وه. د کانګرس غړو سویډن او فېنلینډ مهم اتحادیان بللي چې عصري پوځونه یې وار له مخه له ناټو سره له نېږدې کار کوي.

ولسمشر بایډن وویل، دواړه هېوادونه به د شریکې دفاع لپاره "د سپېڅلې ژمنې" په کولو "پیاوړي، باوري او توانمن (باصلاحیته) متحدین" جوړ شي.

ده زیاته کړه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین له یرغل سره د "اروپا سوله او امنیت ګډوډ" کړي دي.

مسکو په ناټو د سویډن او فېنلینډ د ورګډېدو مخالفت کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG